جوناتن لي ريچېز
د امريکه شهري وو 2600 کېسونه يا مقدمې يې په عدالت کې درج کړې وې.
وړومبۍ مقدمه يې پخپله مور کړې وه چې زما تربيت يې ټيک نۀ دے کړے او د هغې ورته شل زره ډالر ملاو شول.
د هغې نه پس خپلوان ،استاذان وکيلان او حتا چې په جارج بش يې هم مقدمه وچلوله.
بيا يې نوم په ګنيز بک اف ورلډ ريکارډ کې راغلو نو په هغوي يې هم مقدمه وکړه چې زما د شخصي ژوند مواد يې زما د تپوس نه بغېر شايع کړي دي.
په اخېره کې ټي وي انټرويو دوران کې د اينکر نه پوښتنه وکړه چې زۀ دومره مشهور شوم او لاکونه ډالرز مې وګټل نو زۀ تنها ولې يم زما سره څوک مينه ولې نۀ کوي ؟
اينکر په زوره زوره وخاندل نو په هغۀ يې هم مقدمه وکړه او پنځوس زره ډالر جرمانه يې ترې واخيستله.

خو هغه امريکه ده پاکستان کې يو سړي پنځۀ ويشت کاله تاريخونه صرف د دې کول چې زۀ ژوندے يم او عدالت به ورته ويېل چې په کاغذاتو کې مړ يې.

يو سپين ګيري شل کاله د خپل کور مقدمه وچلوله چې انتقال او مکمل اورېجينل کاغذات ورسره وو نو 2600 مقدمو د پاره دلته شپږم جنم او دوه پنځوس زره کاله عمر پکار دے
کاروان مومند

image