غ....زل
د چا نشه د چا سرور د چا مستي خوښه ده
زما د ښار د بلها خلقو موسيقي خوښه ده
مونږه د آمن پېروکار مونږه د جنګ مخالف
مونږه سکون غواړو زمونږه زندګي خوښه ده
انقلابي بچي دې رانۀ وړل موده تېره شوه
د وطن خاورې جوړې ستا هم غلامي خوښه ده
د بغاوت نعرې مو کړي دي څۀ رنګ به راوړي
مونږ سره يؤ دې شي د چا چې آزادي خوښه ده
داره چې داسې د مظلومو غاړو هار جوړېږې
داره کۀ څۀ چې دا دې چغه منصوري خوښه ده
زۀ کۀ هر څومره ورته بد وائيم رټمه يې خو
زما د خلې هره وېنا د يؤ سړي خوښه ده
ستا محبت راباندې داسې کانې اوکړلې چې
اوس مې امېده تنهائي او خاموشي خوښه ده
انورشاه امېد مومند
۶/۲/۲۰۲۱
6.2.2021
Majid Naveed
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?
Abu Hamza Khan
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?